لیکوال: میراحمد یاد
یو وخت په اتریش کې یوه څېړنه شوې چې کوم خلک ځان ته ډېر درناوی لري. موندنو ښودلې چې ځان ته ډېر درناوی نه شتمنو درلود، نه ورزشي ستورو درلود، نه چارواکو درلود، بلکې هغو درلود چې د ژوند سختې یې په دنګه غاړه ګاللې وې.
د مشهور امریکایي لیکوال او Success مجلي بنسټګر، اوریسن سویټ مارډین وینا ده چې: بریالیتوب په دې نه اندازه کېږي چې تا څه ترلاسه کړي، بلکې په دې اندازه کېږي چې تا په دې لاره مخالفتونو سره څومره مبارزه کړې او څه چې ستا مخه نیوله، هغوی سره د مبارزې لپاره دې څومره جرات درلود.)
نو بریالیتوب دا نه دی چې څوک په کوم ځای کې دی؟ تاسې وګورئ چې دې ځای ته څنګه رسېدلای دی؟ که یو کس ته له پلاره ډېر شته پاتې وي دده په کې څه بریالیتوب دی؟ که یو څوک د خپل پلار نیکه په زور یوه موقف ته رسېدلای وي، دده په کې څه بریالیتوب دی؟ ده کومې سختې ګاللې دي؟ ده چېرته خولې څڅولې دي؟ ده کومو حالاتو سره مبارزه کړې ده؟
که یو سړی د بل په اوږو د سرو زرو تر تخته رسېږي، تر ده هغه مزدور ډېر بریالی دی چې په خپلو وینو او خولو یې بېګا ته د خپلو بچو په دسترخوان خواړه ایښي دي.
ځان سره دا حساب مه کوه چې کوم ځای ته ورسېدې او څه دې ترلاسه کړل؟ دا حساب وکړه چې کومو حالاتو سره مبارزه کوې؟ څنګه مبارزه کوې؟ مورال دې څومره لوړ دی؟ حوصله دې څومره کلکه ده؟ هوډ دې څومره قوي دی؟ د بریالیتوب د اندازه کولو اصلي کاڼي همدا دي.